افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت د دفاع وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه د حوت په ۹ مه خپره شوې، ویل شوی چې: د لومړۍ سرحدي لوا د شپږم کنډک غړي د ۲۰۱ منصوری قول اردو مطبوعاتي مسوول د یو لړ کشفي راپورونو په ترڅ د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ اړوند د نشه يي توکو قاچاق وړونکی له ۵۹ کیلو ګرامه خام چرس سره ونیول شو.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه کسان هغه مهال ونيول شول چې غوښتل يې نشه يي توکي د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې څخه ليږدوي.
ویل شوي، چې نیول شوي کسان د نورو څېړنو په موخه اړوندو چارواکو ته سپارل شوي دي.