کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي دفاع وزارت په ننګرهار کې د ۵۹ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تور ۱۱ تنه نیولي دي

10 حوت 1402 ساعت 11:53

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ننګرهار کې ۱۱ تنه قاچاق وړونکي له ۵۹ کیلوګرامه چرسو سره یو ځای نیول شوي دي.


آوا: د اسلامی امارت د دفاع وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه د حوت په ۹ مه خپره شوې، ویل شوی چې: د لومړۍ سرحدي لوا د شپږم کنډک غړي د ۲۰۱ منصوری قول اردو مطبوعاتي مسوول د یو لړ کشفي راپورونو په ترڅ د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ اړوند د نشه يي توکو قاچاق وړونکی له ۵۹ کیلو ګرامه خام چرس سره ونیول شو.
 
په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه کسان هغه مهال ونيول شول چې غوښتل يې نشه يي توکي د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې څخه ليږدوي.
 
ویل شوي، چې نیول شوي کسان د نورو څېړنو په موخه اړوندو چارواکو ته سپارل شوي دي.


د مطلب کود: 286683

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286683/ملي-دفاع-وزارت-په-ننګرهار-کې-د-۵۹-کیلوګرامه-چرسو-قاچاق-تور-۱۱-تنه-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com