دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 286679
د واورې ورښت د سرپل ولایت مالداران له ستونزو سره مخ کړي دي
د سرپل سیمه ییز چارواکي وايي، چې وروستیو واورو د غرونو او دښتو ټول واښه پوښلي او که د واورې اورښت دوام وکړي، په دغه ولایت کې به د خلکو څاروي له منځه ولاړ شي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سرپل ولایت چارواکو په یوه خبرپاڼه کې د دغه ولایت د سیمه ییزو ارګانونو د بېړنۍ ناستې د ترسره کولو خبر ورکړی او ویلی یې دی، چې په سرپل ولایت کې د سختو او پرله پسې واورو ورښت د دغه ولایت د بیړنۍ ناستې لامل شوی. 

د خبرپاڼي له مخې د سرپل والي مولوي محمد یعقوب عبدالرحمن ویلي، چې سختې واورې د غرونو او دښتو ټول څړځایونه تر پوښښ لاندې راوستي او که د واورې اورښت همداسې دوام وکړي، ډېر څاروي به له منځه ولاړ شي.
 
هغه زياته کړه، چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې دې ژر تر ژره اقدام وکړي او له کروندګرو سره د مرستې په موخه د څارويو واښه او روغتيايي وسايل برابر کړي، څو د اړتيا په صورت کې ورته مرستې وشي.
 
په ورته وخت کې په سرپل ولایت کې د ملي اردو د کنډک مسوولینو له خلکو سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د سرپل ولايت په بلخاب او البدر ولسواليو کې د واورې ورېدنې مواصلاتي لارې تړلې دي او د ځينو راپورونو له مخې، يو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.
https://avapress.com/vdcd590xnyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته