آوا - مزار شریف: د سرپل ولایت چارواکو په یوه خبرپاڼه کې د دغه ولایت د سیمه ییزو ارګانونو د بېړنۍ ناستې د ترسره کولو خبر ورکړی او ویلی یې دی، چې په سرپل ولایت کې د سختو او پرله پسې واورو ورښت د دغه ولایت د بیړنۍ ناستې لامل شوی.
د خبرپاڼي له مخې د سرپل والي مولوي محمد یعقوب عبدالرحمن ویلي، چې سختې واورې د غرونو او دښتو ټول څړځایونه تر پوښښ لاندې راوستي او که د واورې اورښت همداسې دوام وکړي، ډېر څاروي به له منځه ولاړ شي.
هغه زياته کړه، چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې دې ژر تر ژره اقدام وکړي او له کروندګرو سره د مرستې په موخه د څارويو واښه او روغتيايي وسايل برابر کړي، څو د اړتيا په صورت کې ورته مرستې وشي.
په ورته وخت کې په سرپل ولایت کې د ملي اردو د کنډک مسوولینو له خلکو سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
د يادونې وړ ده، چې د سرپل ولايت په بلخاب او البدر ولسواليو کې د واورې ورېدنې مواصلاتي لارې تړلې دي او د ځينو راپورونو له مخې، يو شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.