افغان غږ خبری آژانس: د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند مل پاسوال عزت الله حقاني وايي، د دغه ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې د نشه يي توکو شپږ فابریکې له منځه وړل شوي او د دې قضيې په تړاو شپږ تنه نیول شوي دي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په یو شمیر ولایتونو کې د نشه يي توکو کارخانې ویجاړې کړي دي.