په هلمند ولايت کې د داعش سيمه ييزو چارواکو په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د شپږو کارخانو د ويجاړولو خبر ورکړى دى او وايي چې په دې اړوند يې شپږ تنه نيولي دي.
په هلمند کې د نشه يي توکو شپږ کارخانې له منځه وړل شوې
8 حوت 1402 ساعت 11:53
په هلمند ولايت کې د داعش سيمه ييزو چارواکو په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د شپږو کارخانو د ويجاړولو خبر ورکړى دى او وايي چې په دې اړوند يې شپږ تنه نيولي دي.
آوا: د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند مل پاسوال عزت الله حقاني وايي، د دغه ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې د نشه يي توکو شپږ فابریکې له منځه وړل شوي او د دې قضيې په تړاو شپږ تنه نیول شوي دي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو په یو شمیر ولایتونو کې د نشه يي توکو کارخانې ویجاړې کړي دي.
د مطلب کود: 286562