افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د لرغونو اثارو د ناقانونه کیندلو په تور د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د وږي په ٧مه وويل چې دغه دوه کسان په ګلران ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه د ځمکې لاندې ماین کشفولو دوه دستګاوې او "ځینې لرغوني اثار" هم ترلاسه شوي دي.
ګلران ولسوالي د هرات یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې له ایران سره ګډه پوله لري او په دې وروستیو کې اسلامي امارت یو کس هغه هېواد ته د لرغونو اثارو د قاچاق په تور نیولی دی.
دا کسان په داسې حال کې نیول شوي چې اسلامي امارت په تیرو دوو کلونو کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ځمکې لاندې زیرمو د کیندلو او استخراج په برخه کې ګڼ قراردادونه لاسلیک کړي دي.