کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوه تنه په هرات ولايت کې د لرغونو سيمو د غير قانوني کيندلو په تور ونيول شول

7 حوت 1402 ساعت 16:37

په هرات ولایت کې امنیتي ځواکونو دوه تنه د دغه ولایت په لرغونو سیمو کې د غیر قانوني کیندلو په تور نیولي دي. له دغو کسانو څخه د کيندلو وسايل او يو شمېر لرغوني اثار موندل شوي دي.


آوا - هرات: د هرات سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د لرغونو اثارو د ناقانونه کیندلو په تور د دوو کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
 
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د وږي په ٧مه وويل چې دغه دوه کسان په ګلران ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
 
له نیول شویو کسانو څخه د ځمکې لاندې ماین کشفولو دوه دستګاوې او "ځینې لرغوني اثار" هم ترلاسه شوي دي.
 
ګلران ولسوالي د هرات یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې له ایران سره ګډه پوله لري او په دې وروستیو کې اسلامي امارت یو کس هغه هېواد ته د لرغونو اثارو د قاچاق په تور نیولی دی.
 
دا کسان په داسې حال کې نیول شوي چې اسلامي امارت په تیرو دوو کلونو کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ځمکې لاندې زیرمو د کیندلو او استخراج په برخه کې ګڼ قراردادونه لاسلیک کړي دي.


د مطلب کود: 286534

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286534/دوه-تنه-په-هرات-ولايت-کې-د-لرغونو-سيمو-غير-قانوني-کيندلو-تور-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.com