دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 286491
د سالنګ لویه لار تړل شوې ده
د فواید عامې وزارت وايي، د سالنګ لویه لار د سختې واورې او توپان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقانیس دغه خبر نن (دوشنبه د حوت ۷ مه) په ډاګه کړ.
 
حق شناس ليکلي، چې د سالنګ لويه لار تېره شپه د ځاني او مالي زيانونو د مخنيوي په موخه تر بلې خبرتيا پورې په موقت ډول د ټولو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
 
هغه ليکلي، چې دا مهال په سالنګ کې ډېره واوره ورېږي او په بېلابېلو سيمو کې د واورې کچه تر يو مترو پورې رسېدلې ده.
 
د فواید عامې وزارت له هېوادوالو غوښتي چې تر راتلونکي خبرتیا پورې دې د سالنګ پر لارې له تګ راتګ ډډه وکړي.
 
د سالنګ لویه لاره یوه ستراتیژیکه لار ده چې کابل د هېواد له شمال سره نښلوي.
 
دغه لویه لاره کله ناکله په ژمي کې د واورې د ورښت له امله تړل کیږي.
https://avapress.com/vdcf1vd0yw6dcja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته