د فواید عامې وزارت وايي، د سالنګ لویه لار د سختې واورې او توپان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د سالنګ لویه لار تړل شوې ده
7 حوت 1402 ساعت 12:29
د فواید عامې وزارت وايي، د سالنګ لویه لار د سختې واورې او توپان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
آوا - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقانیس دغه خبر نن (دوشنبه د حوت ۷ مه) په ډاګه کړ.
حق شناس ليکلي، چې د سالنګ لويه لار تېره شپه د ځاني او مالي زيانونو د مخنيوي په موخه تر بلې خبرتيا پورې په موقت ډول د ټولو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
هغه ليکلي، چې دا مهال په سالنګ کې ډېره واوره ورېږي او په بېلابېلو سيمو کې د واورې کچه تر يو مترو پورې رسېدلې ده.
د فواید عامې وزارت له هېوادوالو غوښتي چې تر راتلونکي خبرتیا پورې دې د سالنګ پر لارې له تګ راتګ ډډه وکړي.
د سالنګ لویه لاره یوه ستراتیژیکه لار ده چې کابل د هېواد له شمال سره نښلوي.
دغه لویه لاره کله ناکله په ژمي کې د واورې د ورښت له امله تړل کیږي.
د مطلب کود: 286491