دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۴۱
د مطلب کود : 286417
د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو واورو او باران امکان
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې سبا، یکشنبه او دوشنبه د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو واورو او ورښتونو امکان دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، سبا او بله ورځ (د وري په ۶مه او ۷مه) د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دایکندي، غور، بامیان، میدان وردګ، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، کابل، پروان، بغلان او سمنګان به د واورې او باران شاهد وي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د واورې او باران له کمښت سره مخ و.
https://avapress.com/vdcdf90x5yt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته