د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې سبا، یکشنبه او دوشنبه د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو واورو او ورښتونو امکان دی.
د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو واورو او باران امکان
5 حوت 1402 ساعت 16:41
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې سبا، یکشنبه او دوشنبه د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو واورو او ورښتونو امکان دی.
آوا - کابل: د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، سبا او بله ورځ (د وري په ۶مه او ۷مه) د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دایکندي، غور، بامیان، میدان وردګ، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، کابل، پروان، بغلان او سمنګان به د واورې او باران شاهد وي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د واورې او باران له کمښت سره مخ و.
د مطلب کود: 286417