افغان غږ خبری آژانس: چینايي چارواکو په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې اورلګېدنه په ځايي وخت د جمعې په ورځ سهار وختي رامنځ ته شوې او لومړنۍ څېړنې ښيي، چې اور د دغې ودانۍ په لومړي پوړ کې د برېښنا له امله پیل شوی دی. بایسکلونه ځای پر ځای شوي وو.
د چینايي چارواکو په وینا، اور د سهار په شپږو بجو اور مړ شو او د لټون او ژغورنې عملیات پرون ماسپښین شاوخوا دوه بجې پای ته ورسېدل.
د چین په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي عکسونه ښیي چې په نیمه شپه کې یوې اسماني ودانۍ کې اور لګیدلی او تور لوګی ترې خپریږي.
په همدې حال کې د «این ډي ټي وي» په حواله د چارواکو په وینا ۴۴ ټپیان هم د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.