د چین سیمه ییزو چارواکو نن (شنبه، د حوت میاشتې په پنځمه) اعلان وکړ چې د نانجینګ په ښار کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.
په چین کې په یوې ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۶۰ تنه مړه او ټپیان شوي دي
5 حوت 1402 ساعت 14:28
د چین سیمه ییزو چارواکو نن (شنبه، د حوت میاشتې په پنځمه) اعلان وکړ چې د نانجینګ په ښار کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.
آوا: چینايي چارواکو په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې اورلګېدنه په ځايي وخت د جمعې په ورځ سهار وختي رامنځ ته شوې او لومړنۍ څېړنې ښيي، چې اور د دغې ودانۍ په لومړي پوړ کې د برېښنا له امله پیل شوی دی. بایسکلونه ځای پر ځای شوي وو.
د چینايي چارواکو په وینا، اور د سهار په شپږو بجو اور مړ شو او د لټون او ژغورنې عملیات پرون ماسپښین شاوخوا دوه بجې پای ته ورسېدل.
د چین په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي عکسونه ښیي چې په نیمه شپه کې یوې اسماني ودانۍ کې اور لګیدلی او تور لوګی ترې خپریږي.
په همدې حال کې د «این ډي ټي وي» په حواله د چارواکو په وینا ۴۴ ټپیان هم د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
د مطلب کود: 286396