افغان غږ خبری آژانس – کابل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست هم د مورنۍ ژبې د ورځې د نمانځلو په ترڅ کې زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د ژبو پرمختګ ته ژمن دی.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت داطلاعاتو اوفرهنګ وزير مولوي عتيق الله عزيزي نن دمورنۍ ژبې دنړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وويل چې اسلامي امارت دمورنۍ ژبې پياوړتيا ته ژمن دى.
د ملي ټلوېزیون د خبر له مخې ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هوډ لري چې په هېواد کې د ټولو ژبو د پیاوړتیا او د اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړي.
د يادونې وړ ده چې د فبرورۍ ۲۱مه د يونيسکو له خوا د مورنۍ ژبې د ورځې په نوم نومول شوې ده.