افغان غږ خبری آژانس: د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی ذبیح الله نورانی د دغه ولایت له خبریالانو سره د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په میاشتنۍ ګډه ناسته کې وویل: د دې ډول غونډو ترسره کول اړین دی چې په مزارشريف ښار کې د خبريالانو او رسنيزو فعاليتونو ستونزې هوارې شي.
هغه زیاته کړه، د ژورنالیزم او رسنیو د خپرونو په اجنډا کې باید صداقت او خواخوږۍ ځای پرځای شي.
مولوي نوراني وويل، د خبريال په کار کې د وقار ساتل خورا مهم دي او غير قانوني او غير اخلاقي کړنې او چلند بايد د خلکو په سترګو کې د خبريال مقام او وقار ته زيان ونه رسوي او دغه مقدس مسلک ته زيان ونه رسوي.
ده وويل: خبريالان او رسنۍ بايد د بې پرېتوب په ساتلو سره د ملي ګټو له مخې کار وکړي او دولت د رسنيو او خبريالانو ملاتړى او همکار دى.
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په دغه ولايت کې د رسنيو او خبريالانو له فعاليت څخه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه: موږ د ژورناليزم د قانون او اصولو په چوکاټ کې د خبريالانو او رسنيو همکاري غواړو او زموږ موخه د ژورناليزم پياوړتيا ده.
له بلې خوا د بلخ ولایت ویاند عطاء الله زید په دې غونډه کې وویل: د اسلامي امارت په حکومت کې هیڅ تبعیض نشته او ټولو ته په یوه سترګه کتل کیږي، ځکه موږ د صادقانه خدمت په موخه کار کوو.
په ورته وخت کې د بلخ ولایت د استخباراتو ریاست ویاند متین الهام وايي، د اسلامي امارت حکومت له یوې خوا له رسنیو او خبریالانو سره په تماس کې بریالی دی او له بلې خوا موږ غواړو چې د دې ادارې پالیسي او پروګرام عملي کړو.
د يادونې وړ ده، چې د دې غونډې په پاى کې يو شمېر خبريالانو له مسوولينو وغوښتل، چې له خبريالانو سره لا زياتې مرستې وکړي، همدارنګه د رسنيو د برېښنا د لګښت کمول او د مسوولينو له خوا د معلوماتو شريکول د بلخي نورو خبريالانو غوښتنې وې.