افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د حوت لومړۍ نېټه) په ایکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر خپور کړ.
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو ۶ تنه له ۶۸ کیلوګرامه شیشه، یو کیلو ګرامه تریاکو او بېلا بېلو نشه يي توکو سره په نیمروز او دوه تنه په بدخشان ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو هم د کابل-ننګرهار پر لویه لار له یوه فلانکوچ ډوله موټر څخه ۲۹ کیلو ګرامه شیشه او ۹ کیلو ګرامه پوډر کشف او ترلاسه کړي دي.
تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د پلور په تور د څو تنو د نیولو خبر ورکړی و.