کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت:

د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د نشه يي توکو څو کارخانې ويجاړې شوې

1 حوت 1402 ساعت 14:42

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎ يي توکو سره د مبارزې پولیسو د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د نشه‎ يي توکو څو فابریکې کشف او لمنځه وړي او د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې یې له ۴۵۰۰ کیلوګرامه اومان سره د نشه‎ يي توکو یوه بله فابریکه کشف او له منځه وړې.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د حوت لومړۍ نېټه) په ایکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر خپور کړ.

د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو ۶ تنه له ۶۸ کیلوګرامه شیشه، یو کیلو ګرامه تریاکو او بېلا بېلو نشه يي توکو سره په نیمروز او دوه تنه په بدخشان ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو هم د کابل-ننګرهار پر لویه لار له یوه فلانکوچ ډوله موټر څخه ۲۹ کیلو ګرامه شیشه او ۹ کیلو ګرامه پوډر کشف او ترلاسه کړي دي.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د پلور په تور د څو تنو د نیولو خبر ورکړی و.


د مطلب کود: 286176

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286176/د-هېواد-په-يو-شمېر-ولايتونو-کې-نشه-يي-توکو-څو-کارخانې-ويجاړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com