دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 285977
علما د هېواد د ملي او فرهنګي ارزښتونو د دفاع مسوولیت لري
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، په اوسنيو شرايطو کې چې د اسلام د دښمنانو دسيسې له هر اړخه د اسلامي امارت په نظام کې روانې دي، علما دنده لري چې د هېواد له دين او ملي او فرهنګي ارزښتونو څخه دفاع وکړي او لارښوونه ورته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم دغه څرګندونې د کابل په دارالعلوم کې د یاد وزارت د دارالعلوم محمدیه لېسې د ۹۸ تنو محصلینو د فراغت په مراسمو کې وکړې.
 
په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خلکو په بلنه کې د علماوو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د علماوو او دیني مدارسو ته ډېره پاملرنه شوې ده. د هېواد په هر ګوټ کې هر کال ګڼ شمېر علماء د دیني علومو له زده کړې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کوي چې دا د افغان ولس د دوه لسیزو جهاد پایله ده.
 
د ټولګټو چارو سرپرست وزیر محمد خالد الحنفي معارف د ټولنې د اصلاح اصلي پانګه وبلله او له فارغانو یې وغوښتل چې په زده کړو یې عمل وکړي.
 
په ورته وخت کې د پوهنې سرپرست وزیر حبیب الله اغا وویل، چې د اسلامي امارت رهبر تل د علومو پر زده کړې ټینګار کړی، چې په وینا یې په ټول هېواد کې دیني مدرسې فعالې دي او زرګونه کسان پکې د دیني علومو په زده کړه بوخت دي.
https://avapress.com/vdcd5k0x5yt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته