افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بین الافغاني پانګونې د کمېټې د منظمې ناستې د جوړېدو خبر ورکړی.
د خبرپانې له مخې په دغه کتنه کې په یو شمېر ولایتونو کې د کرنیزو فارمونو د جوړولو او د ډبرو سکرو د بار وړلو او بارولو د معیاري ترمینل پر جوړولو هم خبرې وشوې.
تر دې مخکې په دې ناسته کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید د پلان په اړه هم خبرې وشوې.