دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 285853
په افغانستان کې د ناروې د سفارت شارژدافیر:

د دوحې راتلونکې غونډه د افغانستان لپاره مهمه ده

د دوحې راتلونکې غونډه د افغانستان لپاره مهمه ده
په افغانستان کې د ناروې سفارت شارژدافیر د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه معلومات ورکړل او دغه ناسته یې د افغانستان لپاره مهمه وبلله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د ناروې د سفارت له شارژدافیر پاول کلومن بیکن سره وکتل. 

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وويل چې خبرې او تفاهم د ستونزو او چلنجونو اساسي حل دى.

ملاخیرالله خیرخواه زیاته کړه، اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو ټینګول او پراخول غواړي.

له بلې خوا په دې کتنه کې پاول کلومن بیکن د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه معلومات ورکړل او دغه ناسته یې د افغانستان لپاره مهمه وبلله.

ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په کوربه توب د افغانستان پر مسئلې تمرکز وکړي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به د نړۍ د شلو هېوادونو استازي ګډون وکړي، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې په دې غونډه کې به د افغانستان استازیتوب څوک کوي.
https://avapress.com/vdcgnn9xwak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته