دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 285592
مس عینک د افغانستان یوه مهمه اقتصادي پروژه ده
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د لوګر د عینک د مسو د قراردادي شرکت له مشر سره په کتنه کې وویل چې د عینک پروژه د افغانستان لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه ګڼي او د دغه کان د استخراج په ژر پیلېدو یې ټینګار کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د مس عینک د مسو د قراردادي شرکت له مشر "MJAM" سره وکتل. او ورسره پلاوي د تخنیکي همکاریو او ژر پیل په اړه خبرې وکړې.
 
په دې کتنه کې شیخ شهاب الدین دلاور د مسینق پروژه د افغانستان لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه وبلله.
 
تر دې مخکې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د عینک د مسو کان د استخراج پر پیل ټینګار کړی و.
https://avapress.com/vdcgyn9xxak97n4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته