دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 285331
د افغانستان په اړه د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو د استازو ترمنځ خبرې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت استازي رحیم حیات قریشي او د چین د بهرنیو چارو د وزارت استازي یوشیاو یونگ په یوه کتنه کې د اسلام آباد او بیجینګ پر ژمنو ټینګار وکړ د یو سوله ایز او باثباته افغانستان لپاره.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون (جمعه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او لویدیځې اسیا لپاره د چین له ځانګړي استازي سره د دغه وزارت د استازي د لیدنې خبر ورکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، رحیم حیات قریشي او ییوشیا و یونگ د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د اسلام آباد او بیجینګ پر ژمنو ټینګار کړی دی. 

دغه وزارت لیکلي: "دواړو لورو د یوه سوله ییز افغانستان لپاره پر خپلو ژمنو او د سیمې د ثبات لپاره د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ." دوی همداراز د یوې سوله ییزې او باثباته سیمې لپاره د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې اسلامي امارت په هېواد کې ثبات د ګاونډیو هېوادونو لپاره د دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت بولي.

د طلوع نیوز په حواله، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: د سیمې هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي، د افغانستان امنیت د ټولې سیمې پر امنیت مثبت اغېز لري او د سیمې پر اقتصادي وضعیت هم اغېز لري. 

له دې مخکې د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيد رسول موسوي د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي يوشياو يونګ سره په کتنه کې ويلي وو چې په افغانستان کې د چين د تګلارې درک کول اسانه کار نه دی او د چين د نړيوالې ستراتيژۍ او سيمه ييزې تطبيق په برخو کې پوهې ته اړتيا لري. 
https://avapress.com/vdchxmniz23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته