دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 285286
له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ افغان کډوال په زوره هېواد ته ستانه شوي دي
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دلوي په ۱۲مه او ۱۳مه له پاکستان څخه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۴۹۴ تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د دلوي ۱۴مه) په ایکس چینل کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې د دلوي په ۱۲مه او ۱۳مه ۴۹۴ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. 

د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحداتو ریاست د معلوماتو له مخې، د ۳۴۸ کسانو په ګډون ۷۸ کورنۍ له پاکستان څخه په زوره راستانه شوي او د کډوالۍ په چارو کې له نوم لیکنې وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوي دي. 

بل خوا د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي لوا د معلوماتو پر بنسټ، د ١٤٦ تنو په ګډون ٢٩ کورنۍ له يادې پولې څخه په زوره راستنې شوې او د مهاجرينو له رياست سره تر ثبتولو وروسته يې د ملګرو ملتونو د دفتر په مرسته د خوړو نړیوال سازمان او د مهاجرت نړیوال سازمان ته معرفي شول

دغه اضافي وزارت د مسؤلې کمیټې له لورې هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ وویشل شوې.

د يادونې وړ ده، چې هره ورځ سلګونه افغان کډوال له پاکستانه په زوره ايستل کېږي.

د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د جبري شړلو او د ملکیتونو کنګل کولو بهیر په ملي او نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ دی.
https://avapress.com/vdcg7n9x3ak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته