دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 285153
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له خصوصي سکتور سره د څه باندې دوه میلیارد افغانیو په ارزښت درې پروژې لاسلیک کړې
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هېواد له خصوصي سکتور سره د څه باندې دوه میلیارد افغانیو په ارزښت د کابل په هوايي ډګر کې د تمځای او انتظار خونې، د فاریاب ولایت د بندر اقینې پارک او په هرات ولایت کې د ګذرې ترمینل د جوړولو درې پروژې لاسلیک کړې دي. 
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مالیې وزارت د اقتصاد وزارت مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخند په حضور کې نن چهارشنبه د دلوې ۱۱ مه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د دریو پروژو تړوند دوه میلیارده افغانیو په ارزښت لاسلیک شو. 

ملا عبدالغني برادر د يادو پروژو د قرارداد د لاسليک په مراسمو کې دا د معياري ترانسپورت د بيا احيا او د دې سکتور د ودې په برخه کې يو مهم ګام وباله او له قراردادي شرکتونو يې وغوښتل چې خپل کارونه په کيفيت او پر خپل وخت سرته ورسوي.

له بلې خوا د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزير ملا حميدالله اخندزاده وويل چې په دغو پروژو کې د کابل د هوايي ډګر د تم ځاى او د انتظار خونې جوړول، د فارياب ولايت د بندر اقينې پارک او د هرات ولايت د ګذرې ترمينل شامل دي، چې شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ لګښت لري.

د هغه په ​​وينا، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت هڅه کوي، چې يو منظم او ځواب ويونکى ترانسپورتي سيستم رامنځته کړي.

د ترانسپورت وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د هرات ګذرې ولسوالۍ ترمینل د جوړېدو موده دوه کاله، د بند اقینې پارک د جوړېدو موده درې کاله او د کابل هوايي ډګر د انتظار خونې د جوړېدو موده یو نیم کال ده.

مل پاسوال حميدالله اخندزاده زياته کړه، چې د ترانسپورت وزارت په روان مالي کال کې د دغه وزارت له بودجې څخه د هوايي او سړک په برخه کې ٤٦ پروژې پلې کړې، چې ٥٠ سلنه يې چارې بشپړې شوې دي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به له يوې خوا هېوادوالو ته معياري ترانسپورتي خدمات وړاندې شي او له بلې خوا به زرګونو کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.
https://avapress.com/vdcjiie8tuqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته