دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 285142
ملګري ملتونه له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي
د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د دغه سازمان د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له استازي سره د افغانستان د سولې په برخه کې د پروګرامونو د پیاوړتیا په موخه وکتل او د ساري ناروغیو کنټرول، په ځانګړې توګه ملاریا او نري رنځ او د HIV په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي عباد په هېواد او په ځانګړې توګه په ولایتونو کې د ساري ناروغیو کنټرول یوه مهمه موضوع وبلله او ویې ویل چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

په دې کتنه کې دملګروملتو دسازمان دپرمختيايي پروګرام استازې دهېواد په روغتيايي برخه کې ددغې ادارې دهمکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق له مشرې سره وکتل.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت په تېرو دوو کلونو کې پر لاسته راوړنو، د میندو او ماشومانو د مړینې د کمولو په برخه کې د دې ادارې پر فعالیتونو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې.
https://avapress.com/vdchkmnii23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته