افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشف او د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی انډریو مک کوبری نن (دوشنبه، د لیندۍ ۹مه) په رسمی ډول سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې اترې وکړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو کې یادونه وشوه چې د دوحې غونډه به په افغانستان کې د وضعیت د ثبات او د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې د اغېزمنې حل لارې د موندلو لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په همغږي کې مهم رول ولوبوي.
دغه راز دواړو لورو د افغانستان په اړه د ازبکستان او بریتانیا ترمنځ د همکاریو پر اوسني وضعیت هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د منظمو خبرو پر دوام ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړيو استازو غونډه د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د ملګرو ملتونو په نوښت په دوحه کې جوړېږي.