دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 285047
د لبنان په سرحد کښې د صهیونیسټ رژیم په اډه باندې د حزب الله نوی توغندوی حمله
د لبنان حزب الله اعلان وکړ چې د نیواک شویو سیمو په شمال کښې د صهیونیسټی پوځیانو د راغونډیدو په څو ځایونو او د دغه رژیم په یوې اډې باندې حملې کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کی اعلان وکړ: د اسلامی مقاومت مجاهدین به نن سهار لس بجې د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د ثابت ولس په ملاتړ او د هغوی د میړانې او باعزته مقاومت په ملاتړ سره راټول شی. 

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې برید د «فلق» توغندي په مټ ترسره شو او د دښمن عسکر په دقیق ډول په نښه شول.

د لبنان حزب الله هم په یوه بله بیانیه کښې اعلان وکړ چې د میات بیرک په شاوخوا کښې د اسرائیلی پوځیانو غونډه یې په راکټونو سره په نښه کړې ده.

د لبنان مقاومت په دریمه بیانیه کښې اعلان وکړ چې د نیواک شویو سیمو په شمال کښې یې د «المتلا» قرارګاه په مستقیمه توګه په مناسبو وسلو سره په نښه کړې ده.

د اکتوبر په اوومه د غزې په تړانګه د نیواکګر رژیم له یرغل یوه ورځ وروسته، د لبنان حزب الله د مقاومت په محور کې لومړنی ګوند و چې په رسمی توګه یې د اشغال شوی فلسطین په شمال کې د بریدونو په ترسره کولو سره د الاقصی د کلابندۍ د فلسطینیانو په عملیاتو کښې ګډون وکړ. او له هغه وروسته د لبنان په سرحدونو او د فلسطین په نیواک شویو سیمو کښې د لبنان د حزب الله او صهیونیسټی پوځیانو ترمینځ هره ورځ او کابو ۲۴ ساعته د ډزو تبادله کیږی.

په عین حال کښې عبراني رسنیو خبر ورکړی دی چې د الاقصی د طوفاني جنګ له شروع کیدو او د لبنان له جنوب څخه د راکټونو د ډزو له پیله تراوسه څو صهیونیسټي افسران او پوځیان وژل شوي او د هغوي په لسګونو پوځي اډې د حزب الله له خوا په نښه شوي دي. او له همدې امله د بنیامین نتانیاهو سخت دریځه کابینه د زرګونو په کډه کولو مجبوره شوه، د فلسطین له شمال څخه میشت ځایونه ونیول شول او ځینې میشت ځایونه پخپله له سیمې وتښتیدل.

په دې وروستیو کې عبراني رسنیو څرګنده کړه چې دغه صهیونیسټان خپلو کورونو ته ستنیدو ته زړه نه ښه کوي او وايي چې د نتانیاهو کابینې د دوی برخلیک ته هیڅ پام نه دی کړی او دوی یې پریښي دي.
https://avapress.com/vdcbasb5zrhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته