دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 285009
هېواد ته د تېلو د ټیټ کیفیت ۸ ټانکرونو د ننوتو مخه ونیول شوه
د ملي ستندرد ادارې په نیمروز ولایت کې هېواد ته د اتو بې کیفیته تېلو ټانکرونو د ننوتلو مخه ونیوله.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ستندرد ملي ادارې د دغو ټانکرونو د اصليت په اړه څه نه دي ویلي.

دغه رياست وايي، هېواد ته به د بې کيفيته موادو د داخلېدو مخه په کلکه ونيسي او سوداګر بايد باکيفيته توکي وارد کړي.

تر دې مخکې د ملي سټنډرډ ادارې دغه هېواد ته د ایران او ازبکستان د ټیټ کیفیت د تیلو د ټانکرونو د داخلېدو مخه نیولې وه.
https://avapress.com/vdcjyie8huqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته