افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نفتي توکو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه د دلوې ۸ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه شرکت مشر چې کابل ته راغلی و، د دغه شرکت له مشر شهاب الدین دلاور سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین د پراختیایي شورا مشر ویلي، افغانستان د پانګوالو لپاره ډېر ښه فرصتونه لري او موږ له دغو فرصتونو څخه د دواړو خواوو د ګټې لپاره کار اخلو.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې يو شمېر چينايي شرکتونو د هېواد د کانونو په استخراج کې خپله لېوالتيا اعلان کړې وه.