کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوه چینايي کمپنۍ د افغانستان د کانونو په استخراج کې لېوالتیا لري

8 دلو 1402 ساعت 14:38

د چین د «CDC» شرکت مشر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د مسو، سیډ او زنک د کانونو په استخراج کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.


آوا - کابل: د نفتي توکو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه د دلوې ۸ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه شرکت مشر چې کابل ته راغلی و، د دغه شرکت له مشر شهاب الدین دلاور سره وکتل. 

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین د پراختیایي شورا مشر ویلي، افغانستان د پانګوالو لپاره ډېر ښه فرصتونه لري او موږ له دغو فرصتونو څخه د دواړو خواوو د ګټې لپاره کار اخلو.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې يو شمېر چينايي شرکتونو د هېواد د کانونو په استخراج کې خپله لېوالتيا اعلان کړې وه.


د مطلب کود: 284938

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284938/یوه-چینايي-کمپنۍ-د-افغانستان-کانونو-په-استخراج-کې-لېوالتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com