افغان غږ خبری آژانس: دغه سیالۍ د روان هجري لمریز کال د زمري میاشتې په دریمه نیټه د ایران په تهران ښار کې د ۱۲ اسیایي ټیمونو په ګډون پیل شوې وې چې نن (شنبه، د دلوي ۷) پای ته ورسیدې.
په دغو سیالیو کې د ایران، افغانستان، پاکستان، هند، ازبکستان، ترکیې، جرمني، سوریې، عراق، تاجکستان، ګرجستان او اذربایجان لوبډلو برخه اخیستې وه.
افغانستان په دغو سیالیو کې د سرو زرو نهه مډالونه، څلور د سپینو زرو او پنځه د برونزو مډالونه ګټلي دي.
د يادونې وړ ده چې د ايران اسلامي جمهوريت د دغو سياليو اتل شو او پاکستان دريم مقام خپل کړ.