دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 284815
زده کړه نه یوازې د نجونو اساسي حق او اخلاقي مکلفیت دی، بلکې د افغانستان د راتلونکي بنسټ جوړوي!
په داسې حال کې چې د پوهنې نړیواله ورځ په نېږدې کېدو ده، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د دغه سازمان د پلاوي مشري (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی: د نجونو زده کړه یوازې د زده کړو په برخه کې نه ده. د افغان ښځو بنسټیز حق او یو اخلاقي مکلفیت، بلکې د افغانستان د راتلونکي بنسټ هم دی او د ټولنې د هوساینې او سولې لپاره حیاتي موضوع ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: اغلی اوتنبایوا په دغه بیان کې ویلي چې اسلامي امارت دنده لري چې له جنسیت پرته د ټولو د تعلیم او تربیې د حقونو ساتنه او ملاتړ وکړي.
هغه زیاته کړه چې "په اوسنۍ لاره دوام کول به یوازې ټولو افغانانو ته زیان ورسوي او افغانستان به له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې جلا کړي".
د یوناما د مشر په وینا، ښوونې او روزنې ته د ښځو او نجونو د حقونو درناوی نه یوازې د لویدیځو هېوادونو هیله ده، بلکې د اسلامي نړۍ غوښتنه هم ده.
هغه ټینګار کوي چې د نن او سبا له ننګونو سره د مقابلې، اقتصادي تحرک او د اقلیم د کړکیچ د اغیزو د کمولو لپاره ښوونه او روزنه اړینه ده.
اغلې اوتنبایوا وايي "له تعلیم څخه د ښځو او نجونو د محرومیت دوام د دوام وړ نه دی، ځکه هره ورځ چې تېرېږي، د یوې هوسا او برابرې ټولنې بنسټ کمزوری کېږي."
له بلې خوا د بښنې نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده. دې سازمان په ټوله نړۍ کې د پوهنې له ملاتړو او د هغې له اوریدونکو غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې د ملاتړ لپاره یو عریضه لاسلیک کړي.
د بښنې نړیوال سازمان په خپله اکس پاڼه کې لیکلي: "د زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت، افغان نجونې خپلې کیسې شریکوي، چې د زړه درد او امید دواړه څرګندوي، ځکه چې د زده کړې لپاره د دوی بنسټیز بشري حق تر پښو لاندې کیږي."
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې په ښوونځيو کې او همدارنګه په پوهنتونونو کې زده کوونکي نجونې له زده کړو منعې شوې دي. اسلامي امارت د نجونو د تعلیم د دوام د حق په منلو سره ټینګار کوي چې انجونو ته په اسلامي معیارونو د سمې او ډاډمنې زده کړې زمینه برابره کړي.
https://avapress.com/vdcdfo0xkyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته