دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 284752
د مهاجرت نړیوال سازمان له پاکستان څخه د ۵۰۰ زره افغان کډوالو د بیرته ستنیدو اعلان وکړ
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې په تیرو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰،۲۰۰ افغان کډوال یا په زور یا په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرت نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د روان کال د جنورۍ تر ۱۳مې پورې له پاکستانه دغه شمېر افغان کډوال وتلي دي.

د دغه راپور له مخې، ډېری دغه کډوال د تېر نومبر په میاشت کې او د پاکستان د حکومت له خوا د کډوالو لپاره له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته افغانستان ته داخل شوي دي.
 
راپور وايي، "له هغه وخت راهیسې چې د پناه غوښتونکو جبري اخراج د نومبر له لومړۍ نیټې پیل شو، د رسمي پولو څخه د تیریدو شمیر کم شوی، مګر د سپتمبر د 15 څخه مخکې په پرتله ډیر شوی دی."

که څه هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر له پیل وروسته نړیوالو بنسټونو د دغه بهیر د درولو غوښتنه کړې، خو اسلام اباد دغو غوښتنو ته هېڅ پام نه دی کړی.

د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو راپور ورکړ، چې په افغانستان کې بشري وضعیت او په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت به تر ۲۰۲۴ کال هم له ننګونو ډک وي.
https://avapress.com/vdcdko0xxyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته