دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 284741
په بدخشان کې د سرو زرو د کان د نړېدو په پېښه کې ۳ تنه کارګران مړه او ټپيان شول
د بدخشان ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په مرکز کې د سرو زرو د يوه کان د نړېدو له امله يو کارګر وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه پیښه پرون له غرمې مخکې د دغه ولایت د مرکز فیض اباد ښار د اتمې حوزې اړوند د شاه خرد په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
دبدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري هم تاييد کړه چې په دې پيښه کې يو کارکوونکى وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي. د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
 
څو ورځې وړاندې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې هم په ورته پېښه کې یو کارګر وژل شوی و.
 
د يادونې وړ ده، چې د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د کانونو او د سرو زرو د شګو مينځلو په ورکشاپونو کې د کارګرانو وژل کېدل د دغو کانونو او ورکشاپونو د غير معياري ماهيت له امله يو معمول ګرځېدلی دی.
https://avapress.com/vdcbaab58rhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته