کاناډا ته د افغان مهاجرو د انتقال د بهیر په دوام، د دغه هیواد د مهاجرت او تابعیت ریاست اعلان وکړ چې ۳۱۹ تنه افغان اتباع له پاکستان څخه په یوه چارتر الوتنه کې لیږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه کډوال د وینکوور ښار ته داخل شوی او د کاناډا په ۲۵ ټولنو کې به میشت شی. د کاناډا حکومت وايي، د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هدف یې پوره کړی دی. هېواد وايي، د هغو کسانو د اسنادو د ثبتولو لړۍ دوام لري، چې له وړاندې منل شوي دي.