دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 284507
د ویلچیر باسکیټبال ملي ټیم د ایران په وړاندې ماتې وخوړه
د افغانستان د ویل چیر باسکټبال ملي ټیم د اسیا د پاسیفیک په سیالیو کې د ایران د ملي ټیم په وړاندې ماتې وخوړه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان او ایران ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د اسیا پاسیفیک ویل چیر باسکټبال سیالیو په کوارټر فاینل پړاو کې له یو بل سره مخامخ شول.
 
د افغانستان د ویلچیر باسکیټبال فدراسیون په فیسبوک کې لیکلي چې دغه لوبه د پنجشنبې په ورځ ایران ته د ۸۱-۴۱ په توپیر ماتې ورکړه.
 
د افغانستان د ویل چیر باسکیټبال لوبډلې په خپلو څلورو نورو لوبو کې فیلیپین، سعودي عربستان، نیوزیلنډ او متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړې وه.
 
د آسیا - پاسیفیک ویل چیر باسکیټبال ټورنمنټ کې، 11 ټیمونه په تایلینډ کې د پاریس 2024 پارالمپیک کوټې لپاره سیالي کوي.
https://avapress.com/vdcbgab5zrhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته