دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 284459
له خلکو سره ښه او مسلکي چلند د دولتي چارواکو دنده ده
د سرپل ولایت والي وايي، د اسلامي امارت د دولتي نظام مسوولین او ټول مجاهدین دنده لري، چې د ټولنې له ټولو طبقو سره ښه او مسلکي چلند وکړي او د شهیدانو وارثینو سره خواخوږي ولري.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن واحد د دغه ولایت له قومي مشرانو او سیمه ییزو چارواکو سره په کتنه کې وویل چې د دغې غونډې له جوړیدو څخه یې موخه د حل لارو چارو څیړل دي. 
 
هغه زیاته کړه: د اسلامي امارت د حکومت پلان او پالیسي په مختلفو برخو کې د هیواد پرمختګ دی او د دغه حکومت مامورین او کارکوونکي باید د مشرانو له حکم سره سم عمل وکړي او درناوی یې وکړي.
 
هغه وویل، د اسلامي امارت د دولتي نظام مسوولین او ټول مجاهدین دنده لري، چې د ټولنې له ټولو طبقو سره ښه او مسلکي چلند وکړي او د شهیدانو وارثینو ته تسلیت او پالنه ورکړي.
 
په ورته وخت کې یو شمېر قومي مشرانو په دې غونډه کې وویل: موږ په ولسوالیو کې د معیاري سړکونو، روغتیايي مرکزونو د جوړولو او د ټولنیزو اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه کوو او د حکومتوالۍ په برخه کې د دا ډول غونډو جوړول ګټور ګڼو.
 
باید وویل شي، چې سرپل ولایت په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ په حکم له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته لوړ شوی دی.
https://avapress.com/vdchmkniw23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته