دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 284378
له ۶۲ ټنو ډېر ټیټ کیفیت لرونکي تېل ازبکستان ته راستانه شول
د نورم او سټنډرډ ادارې اعلان کړی چې له ازبکستان څخه وارد شوي څه باندې ۶۲ ټنه ټیټ کیفیت لرونکي تېل هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یحیی صافی، امر نورم او سټنډرډ حيرتان وايي، چې په دې وروستيو ورځو کې دغه بندر ته يو اندازه تېل را رسېدلي، چې تر ازموينې وروسته يې بې کیفیته وموندل شول او بېرته راستانه شول.

د روانې میاشتې په پیل کې تر ۱۰۰ ټنه ډیر ټیټ کیفیت لرونکي تیل ازبکستان ته راستانه شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په وار وار ايران ته د تېلو بې کيفيته تېل وړونکي ټانکرونه د تېلو بې کيفيت په ګوته کړي دي.
https://avapress.com/vdchqkni623n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته