دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 284297
د زړه ناروغۍ ۷۵ ماشومان د کابل روغتونونو ته وروپېژندل شول
د افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې په دې ناروغۍ اخته ۷۵ ماشومان د زړه د سوریو د ناروغانو د درملنې د هڅو په لړ کې د کابل شپږ روغتونونو ته معرفي شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ادارې په ایکس چینل کې د یوې مقالې په خپرولو سره دغه موضوع اعلان کړې ده.

دغه بنسټ وايي چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې د هېواد بېلابېلو روغتونونو ته دوه زره او ۷۳۷ تنه د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره معرفي کړي دي.

د چارواکو په وینا، د دوی د درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول شوی دی.
https://avapress.com/vdchwkniq23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته