افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغې ادارې د دوشنبې په ورځ د جدی په ۲۵مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له (۱۵ جدي) څخه تر ۲۱ مې نېټې پورې (۹۸۶۵۹) مټریک ټنه د اورګاډي پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې د صادراتو او ترانزيت ټاکل د صادراتو يوه برخه ده، په تېره يوه اوونۍ کې (٧٦٠) ټنه سوداګريز توکي لېږدول شوي او صادر شوي، چې ډېرى يې وچه مېوه، وريجې او داسی نور دي.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د ریل پټلۍ ریاست اعلان کړی چې دغه اداره هڅه کوي چې سوداګرو ته د تګ راتګ مناسب شرایط او د لا ښه اسانتیاو په برابرولو کې مرسته وکړي.