افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین نن دوشنبه د جدی ۲۵ مه د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې د عطاءالله عمري د دغه وزارت له سرپرست نعيم حقاني سره د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو د مرکز مشر دلیدني خبر ورکړ.
د هغه په وينا، په دې غونډه کې د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري وويل: د رسنيو په فعاليت کې کومه ستونزه او خنډ نشته که د اسلامي شريعت مطابق وي.
د مستعین په وینا، په دې کتنه کې د کرنې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د اطلاعاتو په ریاست کې به د دولت له رسنیو مرکز سره په هیڅ ډول همکاري ونه کړي او خلکو ته به د بشپړو معلوماتو په رسولو کې همکاري وکړي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر نعیم الحق حقاني په دې اړه وویل: رسنۍ د حکومت سترګې او غوږونه دي، ځکه د هېواد ډېری وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې په دې برخه کې د اطلاعاتو برابرول یو مهم کار دی.
ښاغلی مستعین وايي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د پراخ فعالیت په درلودلو سره رسنیو ته د معلوماتو ورکولو په برخه کې کار کوي.
هغه وويل، د کرنې وزارت د اطلاعاتو په برخه کې لوړ لاس لري او مسووليت لري چې د کرنې په بېلابېلو برخو کې خپل فعاليتونه له خلکو او رسنيو سره شريک کړي.