دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 284139
عراقي مقاومت په سوریه کې پر امریکايي پوځي اډې برید وکړ
د عراق اسلامی مقاومت د سوریې د کونیکو د تیلو په سیمه کښې د امریکې فوځی اډه په توغندوی حملې سره په نښه کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د عراق د مقاومت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د مقاومت جنګیالیو په عراق او سیمه کې د امریکايي اشغالګرو ځواکونو په وړاندې د مقاومت سیاست ته دوام ورکوي د غزې د خلکو په خلاف د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو په لړ کښې د سوریې د کونیکو د تیلو په سیمه کښې د امریکې د نیواکګرو اډه د څو راکټونو په استعمال سره په نښه کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځلې په عراق او سوریه کې د امریکا اډې په نښه شوې وې.
https://avapress.com/vdcc10qio2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته