دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 283987
په یو شمیر ولایتونو کې ښارګوټي او سوداګریز مارکیټونه جوړیږي
د حکومت د بین الوزارتی پانګونې کمېټې په علني غونډه کې په مزارشریف ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند ځمکې باندې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو او د راه ابریشم د استوګنې او سوداګریزې هستوګنې طرحه تصویب شوه. د څلورمې ناحیې په تایمني سیمه کې او د کابل ښار په کوټه سنګي کې د میلت سوداګریز مارکېټ د جوړېدو په اړه خبرې وشوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادی مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بین الوزارتي پانګونې د کمېټې غونډه د مرمرین په ماڼۍ کې جوړه شوه او له اجنډا سره سم د وړاندې شوي پانګوونې پلانونو په اړه هراړخیز بحث وشو.

په ياده شوې غونډه کې په مزارشريف ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړونده ځمکه کې د سوداګريز مارکېټ د جوړولو او د څلورمې ناحيې د تايمني په سيمه کې د راه ابریشم د استوګنې او سوداګريزو هستوګنې پلانونه شامل دي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له هراړخیزو بحثونو او کتنې وروسته یادې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې وړاندې شوي پلانونه له تخنیکي او اقتصادي اړخه و ارزوي او خپل راپور د بین الوزارتي پانګونې کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

دغه راز د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د کوټې سنګي په سیمه کې د میلت سوداګریز مارکېټ او د سوداګریز مرکز او د استوګنې د اپارتمانونو د جوړولو د پلانونو د ارزونې په موخه د ګمارل شویو کمېسیونونو راپور هم غونډې ته وړاندې شو.
https://avapress.com/vdcc41qim2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته