دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 283953
د صنایعو وزارت سرپرست د ناروې د سفارت له شارژدافیر سره له په لیدنه کې:

د اروپايي ټولنې سره سوداګریز اړیکې اړین دی

د اروپايي ټولنې سره سوداګریز اړیکې اړین دی
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په افغانستان کې د ناروې د سفارت له شارژدافیر پال کلومن بکن سره د ناروې او اروپايي ټولنې د سوداګریزو اړیکو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې او د نظر تبادله کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر پرون چهارشنبه ( د جدی ۲۰ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د په کابل کې د ناروې د سفارت شارژدافیر پال کلومن بکن سره وکتل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو له ناروې او اروپايي ټولنې سره د سوداګریزو اړیکو په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ناروې سفارت شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي سره په بېلابېلو مسایلو خبرې کړې وې.
https://avapress.com/vdcftmd0mw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته