کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صنایعو وزارت سرپرست د ناروې د سفارت له شارژدافیر سره له په لیدنه کې:

د اروپايي ټولنې سره سوداګریز اړیکې اړین دی

21 جدی 1402 ساعت 9:39

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په افغانستان کې د ناروې د سفارت له شارژدافیر پال کلومن بکن سره د ناروې او اروپايي ټولنې د سوداګریزو اړیکو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې او د نظر تبادله کړې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر پرون چهارشنبه ( د جدی ۲۰ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د په کابل کې د ناروې د سفارت شارژدافیر پال کلومن بکن سره وکتل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو له ناروې او اروپايي ټولنې سره د سوداګریزو اړیکو په ګډون په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ناروې سفارت شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي سره په بېلابېلو مسایلو خبرې کړې وې.


د مطلب کود: 283953

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283953/د-اروپايي-ټولنې-سره-سوداګریز-اړیکې-اړین-دی

آوا
  https://www.avapress.com