دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 283920
د کرکټ ملي لوبډله سبا له هند سره مخامخ کېږي
د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې به سبا پنجشنبه د جدی ۲۱ مه د کابل پر وخت د مازدیګر شپږ بجې د پنجاب ایالت په موهالي ښار کې لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې سبا به د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې له یو بل سره مخامخ شي.
 
د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې به سبا پنجشنبه د جدیق ۲۱ مه د کابل پر وخت د مازدیګر شپږ بجې د پنجاب ایالت په موهالي ښار کې لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړي.
 
د مهالویش له مخې به افغانستان او هند درې شل اوریزې لوبې د جنورۍ په ۱۱مه، دویمه لوبه د جنورۍ په ۱۴مه د یکشنبې په ورځ او درېیمه لوبه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د جنورۍ په ۱۷مه ترسره کړي.
 
له بلې خوا که څه هم د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی راشد خان د ملا د درد له امله جراحي شوی او داسې راپورونه خپاره شوي چې نوموړی به د هند پر وړاندې سیالۍ کې ګډون ونه کړي، خو کرکټ بورډ په دې اړه یوه ویډیو خپره کړې چې راشد خان به په دې ټورنمنټ کې به برخه واخلي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان کرکټ بورډ په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د هېواد د ملي لوبډلې پر دریو لوبغاړو مجیب الرحمن، نوین الحق او فضل الحق فاروقي لګول شوي بندیزونه یې تعدیل کړي دي.
 
دې رياست يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي، چې دغه بنديزونه د يوې کمېټې له ارزونې وروسته وضع شوي دي.
 
د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه تعدیل پر بنسټ به دغو دریو لوبغاړو ته مرکزي قراردادونه ورکړل شي او دوی به وکولای شي چې د خپلو ملي وظایفو ترڅنګ په سوداګریزو لیګونو کې هم ګډون وکړي.
 
تر دې وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې درې لوبغاړي له دې امله بندیز ولګاوه چې په سوداګریزو لیګونو کې ملي لوبې ته نه ترجیح ورکوي او د ملي تړون له لاسلیکولو یې ډډه کړې وه.
 
همدارنګه دغه پلاوي ټینګار وکړ چې دا چلند د ملي ګټو په پام کې نیولو سره ترسره شوی، ځکه چې د تنظیمي اصولو او قوانینو له مخې باید ملي ګټې لومړیتوب ولري او هیڅوک باید خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورنکړي.
https://avapress.com/vdcj8te8yuqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته