دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 283784
په افغانستان کې د ګډو همکاریو لپاره د ملګرو ملتونو استازي د کاظمي قمي سره خبرې وګړي
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت اعلان کړی، چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت ځانګړي استازي او مشر حسن کاظمي قمي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره وکتل او په افغانستان کې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون دوشنبه (د جدی ۱۸ مه) د دغه سفارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا خبرې د ماین پاکۍ، د کوکنارو د بدیل کښت او د آنلاین زده کړی په برخو کې د ګډې همکارۍ په موخه وې.
https://avapress.com/vdch6xnik23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته