دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 283722
مولوي عبدالکبیر له فضل الرحمن سره په کتنه کې: موږ امنیت او ثبات غواړو
د اسلامي امارت د وزارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمان سره په کتنه کې له هغه څخه وغوښتل چې د کابل واضح پیغام اسلام آباد ته ورسوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې کابل په سیمه کې امنیت او ثبات غواړي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

مولانا فضل رحمان د پاکستاني علماوو د يوه پلاوي په مشرۍ پرون (يکشنبه د جدی په ١٧مه) کابل ته راغى.

دغه پاکستاني پلاوي د لومړي وزير له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير او د سرپرستې کابينې له ځينو غړو سره کتلي دي.

د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره عبدالکبیر هیله وښوده چې د پاکستاني علماوو سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ټینګولو او د «غلط فهمیو په کمولو» کې اغېزمن تمام شي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې او باثباته اړیکې غواړي.

هغه وویل، دوی ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه به هیڅوک له خطر او ګواښ سره مخ نه شي او "ښه به دا وي چې د ادعاوو او رسنیو د پروپاګند پر ځای پر حقایقو بحث وشي".

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې فضل الرحمن کابل ته له خپل سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، دواړه "اسلامي هېوادونه" مشترکات لري او ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي. هغه وویل: "موږ باید د یو بل د ګټو لپاره د همکارۍ پلیټ فارمونه جوړ کړو او یو له بل سره همکاري وکړو".

دغه پاکستاني عالم زیاته کړه چې د افغان مهاجرینو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت پریکړه غندي.
https://avapress.com/vdcj8te88uqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته