د کابل امنیه قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه د کابل د برچي په سیمه کې د چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا، پرون ماښام په دشت برچي کې د چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي. د دغه برید پړه داعش ترهګرې ډلې منلې وه. په پرونۍ حمله کې د کاسټر ډوله مسافر وړونکی بس په نښه شو.